د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسيا د پوهنې مالکيت حق د سوداګرۍ اتم فورم د ډسمبر په شپږمه نېټه په هانکانګ کې پرانيستل شو. په دې فورم کې څو ګډونوالو وويل، په دې وروستيو کلونو کې چين د پوهنې مالکيت حق د ساتنې په برخه کې ډېر پرمختګ تر لاسه کړی او د نوښتي ابادۍ او د اقتصاد او ټولنې پرمختيا يې هڅولې ده.
د چين د پوهنې مالکيت حق د رياست مرستيال مشر هه جه مين د دې فورم په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، اوس د پوهنې مالکيت حق په چين کې د مالکيت حق د ساتونکي نظام د بشپړولو لپاره تر ټولو مهم محتويات او د اقتصاد د سيالۍ توان د لوړولو لپاره هڅونکی رول لري. چين د پوهنې مالکيت حق د ساتنې په پياوړتيا سره د نوښتي چارو او سوداګرۍ لپاره يوه ښه زمينه جوړه کړې چې د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ قوي هڅونه يې کړې ده.
د پوهنې مالکيت حق د نړيوال سازمان مرستيال مدير وانګ بين پينګ وويل نوښت د اقتصادي پرمختګ لپاره عمده هڅونکی رول لري. په وروستيو کلونو کې د چين نوښتي چارو ګړندی پرمختګ موندلی او د نورو منځنۍ عايد لرونکو اقتصادونو لپاره نمونه ګرځېدلې ده. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |