CRI Online

د م م د اقليمي بدلون په غونډه کې په خپور شوي نوي راپور کې له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې د پرمختلليو هېوادونو پرمختګونه او توپيرونه تائيد شوي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-07 14:51:02

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د م م د اقليمي بدلون د چوکاټي تړون سکتريت د ډسمبر په شپږمه نېټه په کاتويس کې د اقليمي بدلون په غونډه کې يوه نوی راپور خپور کړ او پکې يې له ۲۰۲۰ کال نه مخکې له اقليمي بدلون سره د مقابلې په برخه کې د پرمختلليو هېوادونو پرمختګونه او توپيرونه تائيد کړي دي.

د دې راپور له مخې له ۱۹۹۰ کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې د پرمختلليو هېوادونو له خوا د شنو خونو ګازونو د خپراوي اندازه ۱۳ سلنه کمه شوې او د دې ترڅنګ په دې برخه کې د دغو هېوادونو له خوا نيول شويو تدبيرونو ښې پايلې تر لاسه کړې دي چې دا به تر ۲۰۲۰ کال وروسته له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره مهم بنسټ وي.

په دې راپور کې دا هم راغلي چې پرمختلليو هېوادونو له پرمختيايي هېوادونو سره لازياتې مالي مرستې کړې او د پرمختيايي هېوادونو له خوا د ککړو توکيو د خپراوي اندازې د کمولو او له اقليمي بدلون سره د مقابلې لپاره يې خوځنده ځواک برابر کړی دی. د معلوماتو له مخې.په ۲۰۱۶ کال کې د پرمختلليو هېوادونو مالي مرستندويه پيسې ۴۹ مليارډو او ۴۰۰ مليونو امريکايي ډالرو ته ورسيدې.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای