CRI Online

د امريکا او د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو وزيرانو له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو په باب سلا مشوره وکړه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-07 15:43:44

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د ډسمبر په شپږمه نېټه په واشينګټن کې د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو له وزير کانګ کيونګ وا سره ملاقات وکړ او له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو په هکله يې ور سره سلا مشوره وکړه.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دوی تر ملاقات وروسته په يوه اعلاميه کې وويل چې دواړو خواوو په دې ملاقات کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملګرو اړيکې تائيد کړې او ژمنه يې وکړه چې د کوريا له ديموکراتيک ولسي جمهوريت څخه د ذروي وسلو د پاکولو په هکله به نژدې همغږي وساتي.

د کوريا جمهوريت د بهرنيو چارو وزارت خبر ور کړ چې دواړو وزيرانو په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار کړی چې دوی به پر ديموکراتيکې کوريا باندې بنديزونو ته ادامه ور کړي او له يادې ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو او د دايمي سولې د رامنځته کولو لپاره به خپلمنځيو همکاريو ته دوام ور کړي.دواړو خواوو همدانګه ويلي چې دوی به د دواړو هېوادونو د خبرو اترو ډلې وهڅوي چې د کوريا په جمهوريت کې د امريکايي پوځ د لګښتونو د ويشلو په اړه د دواړو هېوادونو په خوښه تړون لاسليک کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای