د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د م م ۷۳مې عمومی اسامبلۍ د ډسمبر په ۶مه نېټه د فلسطين او اسرائيلو د دواړو هېوادونو له لايحې څخه د ملاتړ مسوده تصويب کړه. په دې مسوده کې له اړوندو خواوو غوښتنه شوې چې د م م د پرېکړه ليک پر بنسټ له هېڅ ځنډ پرته دې په منځني ختيځ کې پوره، عادلانه او دايمي سوله رامنځته شي، په دې مسوده کې د فلسطين او اسراييلو ترمنځ د مسئلې د حل لپاره د دواړو هېوادونو له لايحې څخه بيا ملاتړ شوی يعنې دواړه خواوې بايد د ۱۹۶۷ کال د پولې پر بنسټ په منل شوې سرحدي سيمه کې په سوله کې ګډ ژوند وکړي. دغه مسوده په ۱۵۶ موافقو رايو، ۶ مخالفو رايو او ۱۲ سپينو رايو تصويب شوه.
د دې مسودې تر تصويبېدو مخکې د م م عمومي اسامبلۍ لومړی د امريکا لخوا د فلسطين د حماس ډلې د غندلو په اړه د پرېکړې مسودې په هکله رايګيري وکړه او دغې مسودې دوه پر درېيمه برخه موافقې رايې تر لاسه نه کړې، نو تصويب نه شوه. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |