CRI Online

د چين استازی: د افغانستان د روغې جوړې بهير د پرمخ بيولو لپاره دې پر سياسي ډيالوګ ټينګار وشي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-07 17:28:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي مرستيال وو های تاو د دسمبر په ۶مه نېټه وويل، نړيواله ټولنه بايد له داسې سياسي بهير څخه ملاتړ وکړي چې د افغانانو تر لارښوونې او کنټرول لاندې وي، بايد د سولې خبرو لپاره د افغانستان حکومت له هڅو څخه ملاتړ وکړي، په خبرو اترو کې د طالبانو د ګډون لپاره دې هڅه وکړي او بايد د افغانستان د روغې جوړې بهير پرمختګ ومومي.

په همدې ورځ د م م د ۷۳مې دورې اسامبلې په يوه عمومي غونډه کې د افغانستان مسئلو په اړه بحث وکړ. وو های تاو په دې غونډه کې وويل، اوس د افغانستان امنيتي حالات ښه نه دي، بشري حالات له ستونزو سره مخامخ دي. اوس د افغانستان ملي يووالي حکومت د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په موندلو او د سولې او ثبات پر رامنځته کولو بوخت دی. نړيواله ټولنه بايد په دوامدار ډول له افغانستان څخه ملاتړ وکړي او ورسره مرسته وکړي. لومړی بايد په سياسي ډيالوګ ټينګار وکړي او د روغې جوړې روان بهير ته دې وده ورکړي. دوهم بايد امنيتي چاپيريال ښه کړي او د افغانستان سوله او ثبات وساتي. درېيم بايد خپل پرمختګ ته په درنه سترګه وګوري او د خلکو ژوند ښه کړي. څلورم بايد مادي مرسته ورته برابره کړي او بشري حالت ښه کړي.

وو های تاو وويل، چين د افغانستان د دوديز دوست ګاونډي په توګه، تل د افغانستان له سياسي روان بهير او د بيا رغونې او پرمختګ له چارو څخه ملاتړ کړی او کوي يې. هيله ده چې بېلابېل هېوادونه د ګډې سلامشورې، تأسيساتو او ګډو ګټو پر بنسټ سيمه ييزه اقتصادي همکاري او تګ راتګ پياوړی کړي، له دغه هېواد سره مرسته وکړي چې د سيمه ييز پرمختګ له څپې سره ملګری شي او په ګډه د بشري برخليک ګډه ټولنه اباده کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای