CRI Online

روسیه: امریکا کوشش کوي چې د سوریې حکومت ضد وسله واله ډله سپینه کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-08 15:56:34
روسیه: امریکا کوشش کوي چې د سوریې حکومت ضد وسله واله ډله سپینه کړي

د سین هوا اژانس د خبر له مخې د روسیې د دفاع وزارت د روانې میاشتې په ۷ نېټه د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې امریکا هڅه کوي چې د سوریې حکومت ضد وسله واله ډله سپینه کړي چې په شمال کې یې کیمیاوي بریدونه کړی دی.

په یاده اعلامیه کې ویل شوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تیره میاشت کې ویلي چې د سوریې په شمال کې د کیمیاوي وسلو کارول د حکومت ضد وسله والې ډلې له خوا نه دی ترسره شوی بلکې د سوریې حکومتي پوځ هلته اوښکې بهوونکی ګاز کارولی دی. د امریکا دغه څرګندونه یوازی غواړي حکومت ضد وسله واله ډله سپینه کړي او د نړیوالو توجه کمه کړي چې د دغه هېواد په ختیځ کې د امریکا هوایي بمبارۍ د عامو وګړو مرګ ژوبلې سبب شوې دي.

په دې اعلامیه کې هم ویل شوي چې امریکا او ځیني لویدیځ هېوادونه غواړي د سوریې پر حکومتي پوځ د برید پلمه پیدا کړي او وایي چې حکومتي پوځ کیمیاوي وسلې کارولې دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای