د المان د عیسوي دېموکراتیک اتحاد ملي کانګرس د روانې میاشتې په ۷ نېټه په هامبورګ کې ترسره شو. په دې کانګرس کې د رایګرۍ د نتیجې سره سم د دغه ګوند سرمنشي انیګریټ کرمپ کارینباویر د اوسنۍ صدراعظمې انګیلا میرکیل پرځای نوې رئیسه وټاکل شوه.
په همدې ورځ دریو نوم اندانو سیالي وکړه. دا له ۱۸ کلونو راهیسې لومړی ځل دی چې دغه ګوند خپل مشر بدل کړ. ۵۶ کلنه کرمپ مخکې د سارلنډ ایالت د پارلمان غړې، د ایالتي حکومت وزیرې او د ایالتي حکومت مشرې په توګه دندې ترسره کړې دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |