د ميانمار د ولسمشرۍ ماڼۍ د ډسمبر په ۷ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو لارښوونکې کميټه جوړه کړه او د ميانمار د دولتي مشاورې داو اونګ سن سو کي د يادې کميټې د رئيسې په توګه وټاکل شوه.
د ميانمار د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا د کميټې د غړيو د خپور شوي ليست نومونو له مخې، په ياده کميټه کې ۲۷ تنه شتون لري، داو اونګ سن سو کي د دغې کميټې د رئيسې په توګه ټاکل شوې ده، د ميانمار د ولسمشر لومړي مرستيال وو مينت سوی د دغې کميټې د رئيس مرستيال په توګه ټاکل شوی او په دغه کميټه کې نور غړي حکومتي وزيران او ولايتي لومړي مسئولين دي.
په دغه اعلاميه کې راغلي چې دغه کميټه د يو کمربند او يوې لارې د وړاندېزې پر بنسټ د چين او ميانمار د اقتصادي دهليز د ګډ کار او جوړولو او د اړوندو چارو د پلي لپاره جوړه شوې ده.
په دغه اعلاميه کې همدارنګه راغلي چې ميانمار غواړي په فعاله توګه د يو کمربند او يوې لارې په جوړېدو کې ګډون وکړي، د چين او ميانمار د اقتصادي دهلېز د جوړولو بهير په ګډه پياوړی کړي، په بېلا بېلو برخو کې له چين سره ګډې ګټې او همکارۍ ژورې کړي او د چين او ميانمار تر منځ هراړخيزې ستراتيژيکې همکارۍ او دوستانه اړيکې پر مخ بوزي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |