CRI Online

د ايران ولسمشر:پر ايران د امريکا اقتصادي بنديزونه يو ډول تروريزم دی

cri     (GMT+08:00) 2018-12-09 17:02:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، له تروريزم سره د مبارزې او د سيمه ييزو اړيکو د پياوړتيا په اصلي موضوع د شپږو هېوادونو د پارلماني مشرانو ۲مه غونډه د دسمبر له ۷مې نېټې څخه تر ۸مې نېټې پورې د ايران په پلازمېنه تهران کې تر سره شوه.د ايران ولسمشر حسن روحاني د يادې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او يوه وينا يې وکړه.هغه وويل چې په ايران باندې د امريکا اقتصادي بنديزونه يو ډول تروريزم دی.

روحاني په پرانيستونکو مراسمو کې په تېرو ۴۰ کلونو کې پر ايران ترهګريزو بريدونو ته کتنه وکړه.د ايران خبري رسنيو د خبر له مخې،په تېرو ۴۰ کلونو کې د ايران څه د پاسه ۱۷ زره عام وګړي د ترهګرو له خوا وژل شوي.روحاني له ۶ هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي او د تروريزم پر وړاندې د مبارزې لپاره يو ځای کار وکړي.

د چين،پاکستان، افغانستان،ايران،روسيې او ترکيې د پارلمان مشرانو په ياده غونډه کې ګډون کړی و.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای