د چين په اړه د پنځمې دورې نړيوال ډيالوګ فورم د دسمبر په ۸ مه نېټه د بريتانيا په پلازمينه لندن کې پای ته ورسېد. له بريتانيا، چين ، استراليا، چک، المان او امريکا څخه ۵۰ ګډونوال په درې ورځني فورم کې د نړيوال عدالت، سرتاسري کېدل ، چاپيريال، حقوق او د شخړو په برخو کې خبرې اترې وکړې.
د بريتانيا د ټولنيزو علومو اکاډمۍ غړي او مشهور ټولنيز پوه مارتين البرو خبريال ته وويل چې اوسنۍ نړۍ د سولې او پرمختيا په لاره کې له ستونزو سره مخامخ ده، نړيوالو حالاتو ژور بدلونونه کړي چې بېلا بېل هېوادونه بايد له دغه بدلونونو سره ځانونه عيار او برابر کړي. د دغه فورم د عدالت او د نړيوالې ادارې تر منځ اړيکې د زده کړې د موصوغ په توګه ټاکلی دی او چينايي پوهانو او لوېديځ عالمانو په دې اړه خبرې اترې وکړې چې د زيات اهميت وړ بلل کيږي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |