CRI Online

کانادا په سیاسي تښتونه کې مخکښه ده

cri     (GMT+08:00) 2018-12-09 17:35:17
کانادا په سیاسي تښتونه کې مخکښه ده

د روانې میاشتې په ۸ مه نېټه د چین د بهرنیو چارو وزارت معین له یو چنګ په بیړنۍ توګه په چین کې د کانادا سفیر جون ماکالوم احضار کړ او د کانادا له خوا د هوا وۍ شرکت د یوې چارواکې د نیولو له امله یې ورته رسمی احتجاج وړاندې کړ او د کانادا له دې کړنې سره یې سخت مخالفت وښود. له یو چنګ وویل چې د امریکا په غوښتنه کانادا په وانکوویر هوایي ډګر کې چیني تبعه ونیوله چې د چیني اتباعو پر قانوني او مدني ګټو او حقوقو سخت تیری بلل کیږي. دغه عمل له قانون، واقعي دلیل او انساني احساس څخه سرغړونه ده چې چلند یې ډیر سخت او نامناسب دی. چین په سخته توګه له کانادا څخه غوښتنه کوي چې سمدلاسه نیول شوې چیني تبعه خوشي کړي او قانوني او مدني ګټې او حقوق یې وساتي. که نه وي کانادا به له سختو نتیجو سره مخامخ شي او حتماً به ټول مسولیت پر غاړه ولري.

دا چې د سیاسي تښتونې په دغه پیښه کې کانادا مخکښه ده، د ډیرو کسانو لپاره د خیرانۍ وړ ده.

په اوتاوا کې الیکس دوهانی نومی لوستونکي د کانادا ترټولو لویې ورځپاڼې « ګلوب انډ میل » ته په خپل لیک کې لیکلي چې پر دې ډیر شرمیږم چې زموږ حکومت د بهرني شرکت د لوړپوړې چارواکې په تښتونه کې لاس لري. دغه د شرم عمل د اوسني مشرتابه لپاره عار دی او په بهر کې د کانادایي سوداګرانو لپاره خطرونه جوړوي.

په دې وروستیو میاشتو کې د کانادا حکومت د نوی بازار د پراخوالي لپاره له چین سره د ازاد تجارت تړون د مذاکراتو د پرمخبیولو لپاره تماس نیولی و. د کانادا او امریکا او مکسیکو ترمنځ د تجارت د نوی تړون له هوکړې وروسته خبري رسنۍ دې ته متوجه دي چې په یاد تړون کې د چین په وړاندې «د زهرجنې ګولۍ » ماده شامله ده. د کانادا د بهرنیو چارو وزیر کریستیا فریلنډ په ځانګړې توګه د چین د دولتي شورا غړي وانګ یي ته تلېفون وکړ او معلومات یې ورکړل چې کانادا به پخپله له نورو هېوادونو سره د ازاد تجارت خبرې اترې پرمخ بوزي. د دې ترڅنګ د کانادا څه دپاسه ۷۰ کارپوهانو یو راپور هم وړاندی کړی چې پکې د امریکا « د زهرجې ګولۍ » مادې د لیرې کولو او له چین سره د تجارتي اړیکو د پرمخبیولو لپاره وړاندیزونه مطرح شوي دي. په تیره میاشت کې د چین او کانادا ترمنځ د اقتصاد او مالیې لومړنی ستراتیژیک دیالوګ په بیجینګ کې جوړ شو. د کانادا د مالیې وزیر بیل مورنیو او د نړیوال تجارت د څواړخیز کیدو وزیر جیم کار او د چین د دولتي شورا غړي وانګ یونګ د دغه دیالوګ ګډه مشري وکړه. کانادا په خپله یوه اعلامیه کې ویلي چې دواړه خواوې د اقتصادي او تجارتي اړیکو د پراخوالي او ژورتیا لپاره ژمن دي.

مګر ټولې هڅې او جوړې شوې همکارۍ د یادې پیښې له امله له ستونزو سره مخ شوې دي. د کانادا د البیرتا پوهنتون د چیني پوهنځي مشر ګوردون هولدن وویل چې دا زموږ لپاره بد خبر دی. ځکه چې امریکا اجازه نه راکوي نو کانادا به هوا وۍ ته اجازه ورنه کړي چې د 5جي په ابادۍ کې ګډون وکړي. برعکس دا هم مشکله ده چې کانادا له چین سره په ځینو برخو کې په ازاد تجارت موافقه وکړي. د کانادا ځینو انترنټي کتونکو داسې وویل چې هغه ښه او ارزان 5 جي به له لاسه ورکړي. ځینو کانادایانوله محکمې او سیاستوالو څخه غوښتنه وکړه چې باید د هوا وۍ شرکت د چارواکۍ د انتقال غوښتنه دې رد شي. ځکه چې اړوند تورونه د سیاستوالو په غوښتنه لګول شوي دي او موخه یې د نوروهېوادونو، شرکتونو او کسانو ترمنځ د ازاد تجارت قطع کول دي. دا بیخي له واقعیت څخه لیرې دي.

هیله من یو چې د کانادا د عدلیې ارګان او حکومت د سیاسي تښتونې په دغه پیښه کې خپل ځان ورګډ نه کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای