CRI Online

مصر او صحرايي هېوادونو د ترهګرو پر ضد پوځي تمرين تر سره کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-12-10 09:31:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، مصر او صحرايي هېوادونو د ډسمبر په نهمه نېټه د ترهګرو پر ضد پوځي تمرين پيل کړ.

د مصر پوځ په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، دغه تمرين به د ډسمبر له ۹ نېټې څخه تر ۱۴ نېټې پورې د محمد نقيب په نامه پوځي اډه کې تر سره شي. د مصر، سوډان، نايجريا او بورکينافاسو په ګډون د هېوادونو ځانګړي ځواکونه به په دې تمرين کې ګډون وکړي. له وسله والو سازمانونو پر وړاندې مقاومت او د يرغمل شويو کسانو ژغورل د دې تمرين عمده موضوعات دي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای