CRI Online

د عربي خليج هېوادونو د همکارۍ کميټې غړو په عادي توګه د دې سازمان د کار پر دوام ټينګار وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-12-10 10:18:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عربي خليج هېوادونو د همکارۍ کميټې غړو د ډسمبر په نهمه نېټه د دې سازمان د کار پر دوام ټينګار وکړ

د دې کميټې ۳۹ سرمشريزه غونډه په همدې ورځ د سعودي عربستان په پلازمېنه رياض کې تر سره شوه، د دې کميټې سرمنشي عبدالطيف الضياني د دې غونډې د پای په مراسمو کې د رياض سرمشريزې غونډې اعلاميه خپره کړه. په دې اعلاميه کې ليکل شوي چې غړي هېوادونه به په عادي توګه د دې کيټې د کار د دوام لپاره ګډ کوښښونه وکړي او د امنيت، بهرنيو چارو، دفاع او اقتصاد په ساحو کې به ګډ عمليات تر سره کړي. دې کميټې ټينګار وکړ چې د ګاونډيو هېوادونو په کورنيو چارو کې د ايران له لاسوهنې سره مخالفت کوي او په سياسي لاره د يمن او سوريې مسئلو د حل و فصل ملاتړ کوي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای