د سينهوا اژانس د خبر له مخې په افريقا کې د امريکايي پوځ د قوماندانۍ مرکز د ډسمبر په نهمه نېټه په يوه اعلاميه کې وويل چې د روانې مياشتې په اتمه نېټه يې د سومالي په جنوب د باسرا کلي د اشباب ډلې پر موخو هوايي بريدونه وکړل چې پکې څلور تنه وسله وال وژل شوي دي.
په دې اعلاميه کې ويل شوي چې دغه هوايي بريد د امريکايي پوځ او د سوماليا د حکومت ترمنځ د همکارۍ له لارې د يادې ډلې د بريدونو په ځواب کې شوی دی، خو ملکيانو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په دې اعلاميه کې راغلي چې امريکايي پوځ به په دوامداره توګه په سوماليا کې د افريقايي هېوادونو ټولنې د ځانګړې ډلې او د دې هېواد له حکومتي پوځ سره ياده ډله وځپي.
د سومالي د الشابب ډله د القاعدې سازمان سره تړاو لرونکی تندلارې ډله ده او په دې وروستيو کلونو کې يې څو ځلې په سوماليا او شاوخوا هېوادونو کې ترهګريز بريدونه کړي دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |