CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزارت په چين کې د امريکا لوی سفير احضار کړ

cri     (GMT+08:00) 2018-12-10 10:53:35

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو د وزارت مرستيال له يوو چنګ د ډسمبر په نهمه نېټه په بېړنۍ توګه په چين کې د امريکا لوی سفير تيري بورنسټاد احضار کړ او په دې اړه يې امريکا ته سخت احتجاج وړاندې کړ چې کاناډا د دې هېواد له غوښتنې سره سم بې دليله د وانکوير په هوايي ډګر کې د چين د هوا وي مخابراتي شرکت مسئوله نيولې ده.

له يوو چنګ دې ته اشاره وکړه چې د امريکا ياده کړنه د چين اتباعو پر حقه حقونو او ګټو تېری دی او اغيزه يې ډېره بده ده. چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي او له امريکا څخه غوښتنه کوي چې د چين جدي دريځ ته په درنه سترګه وګوري، خپله کړنه سمه کړي او د يادې مسئولې د نيولو امر دې لغوه کړي.چين به د امريکا د راتلونکي پرېکړې له مخې په دې اړه خپل ګامونه پورته کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای