CRI Online

روسيه غواړي چې د دې هېواد د پخوانيو استخباراتي کارکوونکو د مسمومېدو پېښې په هکله له لويديځو هېوادونو سره خبرې اترې وکړي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-10 11:34:28

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د روسيې د بهرنيو استخباراتو ادارې مشر سيرګي نارشکين د ډسمبر په نهمه نېټه وويل چې روسيه غواړي د دې هېواد د پخوانيو استخباراتي کارکوونکو د مسمومېدو پېښې په هکله له لويديځو هېوادونو سره ډيالوګ او همکارۍ وکړي ، خو ډيالوګ بايد مساوی وي.

د اټارتاس خبري اژانس د ډسمبر په نهمه نېټه خبر ور کړ چې نارشکين په همدې ورځ د روسيې ـ۱ په نوم تلويزيون سره په خبرو کې وويل چې روسيه په دې اړه د ډيالوګ او همکارۍ رويه غوره کوي ، خو ډيالوګ يې بايد مساوی وي.روسيه په نورو شرايطو کې له لويديځو هېوادونو سره ډيالوګ نه شي کولی.

نوموړي زياته کړه چې بريټانيا نه غواړي چې د يادې پېښې په هکله له روسيې سره په يو لوري ګامونه پورته کړي. د روسيې په اند بريټانيا د دې قضيې د پلټنې په بهير کې ثبوتونه له منځه وړي دي.دواړه خواوې بايد تر ګډې ځانګړې پلټنې وروسته د دې پېښې حقيقت پيدا کړي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای