CRI Online

د پيسو نړيوال سازمان د لومړۍ کچې اقتصادپوه: د ورخلاصون پراخوالی د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټور دی

cri     (GMT+08:00) 2018-12-10 15:37:06

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د پيسو نړيوال سازمان د لومړۍ کچې اقتصادپوه ماوري اوبسفيلد په دې وروستيو ورځو کې وويل چې د ورخلاصون پراخوالی د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره ګټور دی.

نوموړي چې د روان کال په پای کې به د لومړۍ کچې د اقتصادپوه په توګه دنده تر سره کړي، په دې وروستيو ورځو کې له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د تېرې پېړۍ د اوومې لسيزې له پای څخه پيل شويو اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې نه يوازې پر چين ستره او مثبته اغيزه کړې بلکې ختيځې اسيا او نورو سمسورو بازاري اقتصادي ډلو ته پراخه شوې ده .

د ده په اند په چين کې هغه امکانات شته دي چې اقتصاد لاپرانيستی شي او بازار په اقتصاد کې لامهم رول ولوبوي چې دا تګلاره به نه يوازې د چين د اقتصادي پرمختګ بلکې د چين د اقتصادي ثبات د ساتلو لپاره هم ګټوره وي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای