د سينهوا اژانس د خبر له مخې، اروپايي محکمې د ډسمبر په لسمه نېټه حکم صادر کړ چې بريتانيا کولی شي چې له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو په هکله خپله غوښتنه لغوه کړي او په مداوم ډول د دې ټولنې د غړيتوب حقوق ولري.
اروپايي محکمې په همدې ورځ پر دې ټينګار وکړ چې تر څو چې له اروپايي ټولنې څخه د وتلو په هکله تړون نه دی نافذېدلی، غړي هېوادونه کولی شي چې له دې ټولنې څخه د وتلو غوښتنليک د وړاندې کولو وروسته په دوو کلونو کې خپله غوښتنه لغوه کړي.
د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو مشرانو د نومبر په ۲۵مه نېټه په رسمي ډول له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو تړون تصويب کړ. د بريتانيا د پارلمان غړي به د روانې مياشتې په ۱۱مه نېټه د دې تړون په باب رايې ورکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |