د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا لومړۍ وزيرې تريسا مې د ډسمبر په لسمه نېټه وويل، هغه به په ولسي جرګه کې له اروپايي ټولنې څخه د دې هېواد د وتلو تړون په هکله رايګيری وځنډوي او په راتلونکيو څو ورځو کې به له اروپايي ټولنې سره د دې تړون د موصوعاتو په اړه خبرې اترې وکړي.
ټاکل شوې ده چې د دې تړون په باب رايګيري د روانې مياشتې په ۱۱ نېټه تر سره شي. خو تريسا مې په لسمه نېټه وويل، پارلماني غړي د دې تړون د زياتو کليدي موضوعاتو ملاتړ کوي، خو د ايرلنډ د سرحد په ګډون مسئلو په باب يې لا هم اندېښمن دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |