د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د کډوالۍ چارو په اړه لومړی نړيوال تړون دسمبر په ۱۰مه نېټه د مراکش هېواد په ماراکيش ښار کې په يوه غونډه کې تصويب شو. د م م سرمنشي ګوټريس وويل چې ياد تړون د کړاوونو او شخړو د مخنيوي لپاره يوه نقشه ده.
ياد تړون د م م د منشور پر بنسټ دی او پکې دا تائيد شوې چې د کډوالو قانوني حقونه بايد خوندي شي. په ياد تړون کې د کډوالو د بېلابېلو مسئلو د حل لپاره يو همکاريز چوکاټ وړاندې شوی دی چې پکې ويل شوي چې مساعد سياسي، اقتصادي، ټولنيز او د چاپيريال شرايط دې برابر شي او د کډوالو عامې لارې چارې دې ښې شي. په ياد تړون کې ويل شوي، هيڅ هېواد کولی نه شي چې يوازې توګه د کډوالو ستونزه حل کړي، بايد د نړيوالو همکاريو او د نړيوالې ملګرتيا د اړيکو له لارې د کډوالو مسئلې حل کړي. (فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |