د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د هند مرکزي بانک مشر اورجيت پاتيل د ډسمبر په ۱۰مه نېټه اعلان وکړ چې هغه به په شخصي وجه له خپلې دندې کوښه شي.
که څه هم هغه ويلي وو چې د استعفا وجه شخصي ده، خو د هند د خبري رسنيو په نظر، د مرکزي بانک او حکومت تر منځ توپيرونه له دندې څخه د ده په استعفا پورې اړه لري.
نوموړي په ۲۰۱۶م کال د هند د مرکزي بانک د مشر په توګه وټاکل شو او د ماموريت ټاکلې موده يې د ۲۰۱۹م کال تر سپتمبر پورې ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |