د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د ماليې وزارت د ډسمبر په لسمه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره د کوريا ديموکراتيک ولسي جمهوريت پر درېيو عالي رتبه مامورينو د بنديز لګولو اعلان وکړ او و يې ويل، د دوی تر ادارې لاندې ارګانونه چې په بشر حقوقو د تېری کولو او د هېواد په مشرۍ د څارنې عملياتو د ترسره کولو شک لري.
په اعلاميه کې راغلي، ياد درې عالي رتبه مامورين يو د ديموکراتيکې کوريا د کاګرو ګوند د ترتيباتو او لارښوونې د ادارې مشر چوی رونګ های، بل د دې ګوند د تبليغاتي ادارې مشر پاک کوانګ هو او بل هم د دې هېواد د ملي امنيت وزير جونګ کيونګ تيک. د امريکا د اړوندو مقرراتو له مخې، په امريکا کې به د دوی سرمايې کنګلې شي او د امريکا اتباع به ورسره د سوداګرۍ اجازه و نه لري. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |