د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق حکومتي چارواکو د ډسمبر په يوولسمه نېټه په بغداد کې د امريکا د انرژۍ له وزير سټيفن پيري سره د انرژۍ په ساحه کې د دواړو هېوادونو تر منځ همکارۍ د پياوړتيا په هکله بحث وکړ.
د عراق د صدراعظم مطبوعاتي دفتر په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، له پيري سره په خبرو کې د عراق صدراعظم عبدالمهدي وويل، د عراق حکومت داعش ته د ماتې ورکولو وروسته د اقتصاد او د انرژۍ صنايعو پرمختګ ته ډېر پام واړاوه. دواړه هېوادونه بايد په دې ساحه کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.
پيري وويل، امريکا د عراق د ثبات، د بيا اعادې او اقتصادي پرمختګ په برخو کې د دغه هېواد د حکومت د کوښښونو ملاتړ کوي او غواړي چې د بريښنا او نفتو په باب د صنايعو د پرمختګ په ساحه کې عراق ته خدمتونه برابر کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |