د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق پوځي الوتکو په همدې ورځ عراق ته نژدې د سوريې په سرحدي سيمه کې د داعش پر دوو نظامي هدفونو هوايي بريد وکړ. د عراق سرچينو په وينا په دې بريد کې د داعش ډلې دوه نظامي هدفونه بيخي ويجاړ شوي دي.
د پروسږ کال په ډسمبر مياشت کې، عراق له داعش سره په مبارزه کې د تاريخي برياليتوب اعلان وکړ. خو د عراق او سوريې تر منځ په پراخو صحرايي سيمو کې لا هم وسله وال فعال دي. د سږ کال له پيل څخه راپدې خوا د عراق پوځ څو څو ځله د سوريې په دننه کې د داعش پر هدفونو هوايي بريدونه کړي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |