CRI Online

د اروپايي ټولنې د کميټې رئيس : له دې ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو په باب به خبرې اترې تر سره نه شي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-12 10:50:19

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې د کميټې رئيس جيان جونکير د ډسمبر په يوولسمه نېټه وويل، له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو په اړه شوی تړون يوازنی عملي کېدونکی تړون دی، دغه ټولنه به له بريتانيا سره په دې هکله نورې خبرې اترې تر سره نه کړي.

د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو مشرانو د نومبر په ۲۵ نېټه د بروکسل په ځانګړې سرمشريزه غونډه کې په رسمي ډول ياد تړون تصويب کړ. خو دغه تړون بايد د بريتانيا د پارلمان لخوا هم تصويب شي. د دې پارلمان يو شمېر غړو په دې وروستيو ورځو کې په څرګند ډول دا ويلي دي، چې دوی به دغه تړون و نه مني، نو د بريتانيا لومړۍ وزيرې تريسا مې د دې تړون په باب رايګيري لغوه کړه او د لا نورو خبرو اترو لپاره يې بروکسل ته لاړه.

خو جونکير په څرګند ډول دې ته اشاره وکړه چې اوسنی تړون يوازنی عملي کېدونکی تړون دی (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای