CRI Online

د ايران انقلابي ګارډ : ايران يو باليستيک توغندی ازمويلی

cri     (GMT+08:00) 2018-12-12 16:36:25

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د انقلابي ګارډ د هوايي ځواکونو قوماندان امير علي حاجي زاده د ډسمبر په ۱۱ مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې ايران پدې وروستيو کې يو باليستيک توغندی ازمويلی دی.

د ايران خبري تلويزيون د ډسمبر په ۱۱ مه نېټه د نوموړي قوماندان په قول وويل چې د ايران لپاره دغه ازموينه ډېره مهمه ده او ايران به د باليستيک توغنديو ازمويلو ته دوام ورکړي. ايران پلان لري چې هر کال څه باندې ۵۰ ځلې باليستيک توغندي ازمويي. خو نوموړي په دا ځل ازموينه کې د توغندي د توغولو مزل او د سرګولولو په اړه مفصيل معلومات نه دي ورکړي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو د ډسمبر په لومړۍ نېټه وويل، چې ايران پدې وروستيو کې يو منځنی واټن ويشتوننکی باليستيک توغندی توغولی او د دغه هېواد دا کړنه د م م د امنيت شورا له اړوند پرېکړه ليک څخه سرغړونه ده. ورپسې ايران د امريکا دغه وينا رد کړه او ويې ويل چې د امنيت شورا پرېکړه ليک د ايران د باليستيک توغنديو پرمختګ نه محدودوي.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای