CRI Online

په چين کې د پوهنې ملکيت حق ساتنې، د هېواد د نوښتګرو وړتياوو په لوړولو کې مهم رول لوبولی

cri     (GMT+08:00) 2018-12-12 16:42:11

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د دسمبر په ۱۱مه نېټه د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له ۴۰ کلونو راهيسې د پوهنې ملکيت حق د ساتلو په برخه کې د چين د لاسته راوړنو په اړه يوه مطبوعاتي غونډه ترسره کړه. په دغه غونډه کې معلومات ورکول شوي چې چين اوس د پوهنې ملکيت حق په برخه کې لوی هېواد ګرځيدلی او د پوهنې ملکيت حق ساتنې څخه يې د خپلو ابتکاري وړتياوو په لوړولو کې د مهم رول لوبولو په توګه اغېزمنه استفاده کړې ده.

شمېرنه ښيي چې په ۲۰۱۷ کال کې په چين کې د اختراعګانو د امتيازي حقونو د غوښتلو شمېر ۱۳ لکو ۸۲ زرو ته رسيدلی چې د پرله پسې اووم کال لپاره يې په نړۍ کې لومړی ځای نيولی دی. د چين د ۵۱۰۰۰ امتيازي حقونو غوښتنليکونه چې د امتيازي حق د همکارۍ د تړون له لارې وړاندې شوي، د تصويبېدو بهير ته داخل شوي دي چې دغه شمېر په نړۍ کې دويم ځای خپل کړی دی. دغه راز د چين د پوهنې ملکيت حق د کارولو لپاره صادراتي ارزښت ۴ ملياردو او ۷۸۶ مليونو ډالرو ته رسيدلی چې د زياتوالي سرعت يې د چين د سوداګرۍ په خدمتونو کې د لومړي ځای په تر لاسه کولو توانېدلی دی.

په ۲۰۱۲ کال کې د چين لينوو (Lenovo) ګروپ تر نورو وړاندې د نړۍ لومړنی ډول ليپټاپ جوړ کړ چې پرده يې 360 زاويه ګرځيدلی شي. خو څه وخت وروسته په ځينو نړيوالو نندارتونو کې د نورو سيالانو لخوا دا ډول ليپټاپونه وښودل شول. لينوو ګروپ د خپلو توليداتو د کاپي کېدو د مخنيوي په موخه امتيازي حق غوښتنه وکړه چې په دې سره تر ډيره د سيالۍ ځواک يې ساتلی دی. د لينوو ګروپ د پوهنې ملکيت حق عمومي مديرې چن يوانګ چينګ په ياده مطبوعاتي غونډه کې پدې اړه وويل:

((په۲۰۰۵ کال کې مو د دغه ډول ليپټاپ د اختراع امتيازي حق غوښتنليک اړوندې ادارې ته وړاندې کړ او وروسته مو دغه امتيازي حق ترلاسه کړ. نو له ۲۰۱۲ تر ۲۰۱۴ کال پورې د نورو سيالانو له خوا دغه ډول ليپټاپونه بازار ته نه دي وړاندې شوي. په بله ژبه د امتيازي حق په اتکا مو په نړۍ کې د دوو کلونو لپاره خپله برتري په قانوني توګه ساتلې ده.))

د چين د اختراع امتيازي حق د غوښتلو شمېر له ۲۰۱۱ کال څخه د پرله پسې اوو کلونو لپاره په نړۍ کې لومړی ځای ساتلی دی او په ۲۰۱۶ کال کې يې ان د امريکا، جاپان، د کوريا جمهوريت او اروپايي ټولنې تر مجموعې زيات شوی او کيفيت يې هم لاپسې ښه شوی دی. د چين د پوهنې ملکيت حق ادارې د حقوقي رياست پخواني رئيس اين شين تيان پدې اړه وويل:

((موږ نه شو کولای چې يوازې په کميت د امتيازي حق زياتوالی ولټوو، بلکې کيفيت يې هم بايد تر وسې پورې لوړ کړو. دې ټکي ته د چين د پوهنې ملکيت حق اداره هم ډېره پاملرنه کوي. حکومت هم اړوند ګامونه پورته کړي دي څو د هغو امتيازي حقوقو د غوښتنو مخنيوی وشي چې په تخنيکي او کيفي لحاظ کمزوري دي.))

پدې وروستيو کلونو کې په چين کې د پوهنې ملکيت حق د کيفيت د لوړولو پروګرام په عملي کېدو سره د دغه هېواد د مخابراتو، هوانوردۍ، ګړندي اورګاډي او اټومي انرژۍ په شمول زياتو برخو کې د يو لړ مهمو تخنيکونو ملکيت حقونه ترلاسه شوي دي. د لينوو ګروپ د پوهنې ملکيت حق عمومي مديرې چن يوان چينګ د چين د پوهنې ملکيت حق چارو پر لرليد پوره باور وښود او په دې اړه يې وويل:

((ما د تصدۍ د کارکوونکې په حيث دا ليدلي چې اوس په هېواد کې د امتيازي حق د کيفيت د لوړولو په موخه پروګرام عملي شوی،د مهمو تخنيکونو په برخه کې د لوړ ارزښت لرونکي امتيازي حق د روزلو لپاره يو لړ تدبيرونه غوره شوي دي، همدارنګه د توليداتو د نوښت او ابتکار په برخه کې د دغو مهمو تخنيکونو د استفادې لپاره هم هڅې شوې دي چې په دې سره به د نوښت په پياوړتيا کې د پوهنې ملکيت حق لا مهم او اغېزمن رول ولوبوي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای