CRI Online

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخوانی شخصي مدافع وکيل مايکل کوهن د درېيوکلونو د بند په سزا محکوم شوی

cri     (GMT+08:00) 2018-12-13 11:43:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې مايکل کوهن چې د اوږدې مودې لپاره يې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ مدافع وکيل و، د ډسمبر په ۱۲مه نېټه د نيويارک د منهاټن د فدرالي سيمه ييزې محکمې له خوا د درېيو کلونو د بند په سزا محکوم شوی او د دې ترڅنګ د قضا د پرېکړې له مخې به پنځه لکه امريکايي ډالره جريمه او يو مليون څلور لکه امريکايي ډالره ماليه ور کړي .سربېره پردې هغه به د ماليې د نه ور کولو له امله يو لک امريکايي ډالره جريمه هم ور کړي .د معلوماتو له مخې د مايکل کوهن د زندان موده به د ۲۰۱۹ کال د مارچ له شپږمې نيټې څخه پيل شي.

د امريکا فدرالي قاضي ويليام پولي وويل چې کوهن داسې منلي چې ملي کانګرس ته يې درواغ ويلي و او د فدرالي ټاکنو د پيسو په اړه له قانون څخه يې سرغړولی و. که څه هم کوهن پر خيلو جرمونو اعتراف کړی ، خو دا به د ده جرمونو د له منځه وړلو سبب نه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای