CRI Online

د اصلاحاتو او ورخلاصون د څلويښتمې کاليزې د نمانځنې نندارتون زيات شمېر خلک راجلبوي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-13 15:46:05

د اصلاحاتو او ورخلاصون د څلويښتمې کاليزې د نمانځنې نندارتون د نومبر په ۱۳مه نېټه په دولتي موزيم کې پرانيستل شو چې تر اوسه پورې د نندارچيانو شمېر له يو مليون تنو څخه اوښتې دې. زيات شمېر نندارچيانو په ځانګړې توګه د زياتو اثارو د کتلو په وسيله د اصلاحاتو او ورخلاصون برياليتوبونه احساس کړی او په څلويښتو کلونو کې د ژوند بدلونونه يې يادونه کړې. په نندارتون کې د دېرشو او څلويښتو کلونو مخکې د ژوند لپاره شيان او د کمونېست ګوند د اتلسمې دورې د ملي ولسي کانګرس راهيسې د چين د ساينس او تخنيکونو د پرمختيا په استازيتوب مهم تاسيسات ټول د نندرچيانو په کامرو کې اخيستل شوي دي. نندارچيانو د عکسونو اخيستلو له لارې د اصلاحاتو او ورخلاصون له څلويښتو کلونو راهيسې د هېواد،ټولنې او خلکو د ژوند بدلونونه ريکارډ کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای