د دسمبر ديارلسمه نېټه د نان جينګ په ټول وژنه کې د وژل شويو کسانو د ماتم له پنځمې ورځې سره برابره ده او په نان جينګ ښار کې د ټول وژنې يو اتيايم کال هم دی.
د ۲۰۱۴ کال په فبرورۍ کې د دوولسمې دورۍ د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې په اوومه غونډه کې د رايګيرۍ له لارې دا منظور شوه چې د دسمبر ديارلسمه نېټه د نان جينګ په ټول وژنه کې د وژل شويو کسانو د ماتم د ورځي په توګه ونومول شي. چين د قانون جوړولو له لارې دغه ورځ ټاکلې ده چې په دولتي کچه په دغه ټول وژنه کې د وژل شويو کسانو يادونه کيږي.
په دغه ورځ کې د چين په بېلا بېلو ځايونو کې په نان جينګ ښار کې د جاپاني تيري کوونکو لخوا د وژل شويو وطنوالو د يادونې لپاره يو لړ فعاليتونه تر سره کيږي او د تاريخ يادونه کيږي او د وژل شويو کسانو په اړه د ماتم مراسم تر سره کيږي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |