په چين کې د روسيې لوی سفير اندري دينيسوف د ډسمبر په دوولسمه نېټه په يوه کلنۍ مطبوعاتي غونډه کې وويل، سږ کال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون پاليسۍ د غوره کېدو ۴۰مه کليزه ده. چين په دې جريان کې تاريخي برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.
د ده په اند، اصلاحات او ورخلاصون نه يوازې د چين، بلکې د نړۍ د سياسي بهير د پرمخ وړلو لپاره مهم اهميت لري. د اټکل سره سم، ښايي سږ کال به په چين کې د هر تن پر سر د کورنيو توليداتو ارزښت له لس زرو امريکايي ډالرو څخه هم واوړي. چين په اوسنۍ نړۍ کې په سوداګريزو چارو کې لارښونکی رول لوبوي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |