CRI Online

د بريتانيا لومړې وزيره تريسا مې د محافظه کار ګوند د باور په رايګيرۍ کې بريالۍ شوه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-13 15:59:58

د بريتانيا لومړې وزيره تريسا مې د محافظه کار ګوند د باور په رايګيرۍ کې بريالۍ شوه

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د بريتانيا لومړې وزيره تريسا مې د ډسمبر په ۱۲مه نېټه د محافظه کار ګوند د باور په رايګيرۍ کې بريالۍ شوه او د دې ګوند د مشرې او د بريتانيا د لومړۍ وزيرې دندې ته به دوام ورکړي.

د اړوندو مقرراتو له مخې، که لومړي وزير په دغه رايګيرۍ کې نيمايي برخه رايې تر لاسه نه کړي، نو بايد له خپلې دندې څخه استعفا وکړي او د ګوند په داخل کې به بيا نوی مشر انتخاب شي. که لومړی وزير له نيمې برخې څخه زياتې رايې تر لاسه کړي، نو په يو کال کې دغه رايګيري بيا نه شي تر سره کېدای.

د محافظه کار ګوند د ۱۹۲۲ کمېټې رئيس ګرهام برادی وويل، د دې رايګيرۍ له نتيجې څخه ښکاري چې محافظه کار ګوند د تريسا مې په اړه باور لري. (هيله)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای