CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت : د اقتصادي او سوداګريزو موضوعاتو په اړه د چين او امريکا د پلاويو ترمنځ خبرې اترې په سالمه توګه روانې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-13 22:04:56

د چين د سوداګرۍ وزارت وياند ګاو فنګ د دسمبر په ۱۳ مه نېټه وويل،د اقتصادي او سوداګريزو موضوعاتو په اړه د چين او امريکا د پلاويو ترمنځ خبرې اترې په سالمه توګه روانې دي. چين د امريکا د پلاوي هرکلی کوي چې د خبرو اترو لپاره چين ته راشي او امريکا ته خپل پلاوی هم ليږلی شي.

نوموړي په همدې ورځ د سوداګرۍ وزارت په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې يادې خبرې وکړې.

د چين د صدراعظم مرستيال او پر اقتصادي او  له امريکا سره د چين د خبرو اترو مسئول ليو هه د ډسمبر په ۱۱ مه نېټه د امريکا له اړوندو خواوو سره تېلفوني خبرې وکړې او پکې يې د دواړو هېوادونو د مشرانو د ګډې موافقې د پلي کولو او پر اقتصادي او سوداګريزو موضوعاتو د خپلمنځي راتلونکو خبرو اترو د مهالوېش او نقشې په اړه بحث وکړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای