د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لو کانګ د ډسمبر په ۱۳مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چين د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د ګډون له ۱۷ کلونو راهيسې پر خپل هېواد او نړۍ ژوره اغېزه کړې ده. چين به پر څواړخيزې لارې ټينګار وکړي او د ياد سازمان د مرکزي ارزښت او بنسټيزو اصولو د ساتلو لپاره به له غړو هېوادونو سره په ګډه کوښښونه وکړي.
په دې موقع کې چې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين د ګډون ۱۷مه کاليزه رارسيږي، د دې سازمان وياند کيټس روکويل په دې وروستيو کې زموږ له خبريال سره په مرکه کې وويل، دا ډېره مهمه ده چې د دې نړيوال سازمان غړيتوب چين ته ور کړل شو او د چين په شان داسې غړی لري چې د مقرراتو پر بنسټ د تجارت پر څواړخيز نظام يې ټينګار کړی او کوي يې.
لو کانګ په دې اړه وويل، چين ښاغلی روکويل ستايي چې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان د غړي په توګه يې د چين رول منلی دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |