CRI Online

د سږکال په تېرو يولسو مياشتو کې په چين کې استعمال شوې بهرنۍ پانګې اساساً ثابتې وې

cri     (GMT+08:00) 2018-12-14 11:05:17

د چين د سوداګرۍ وزارت د ډسمبر په ۱۳مه نېټه يوه شمېرنه خپره کړه، چې له مخې يې د سږکال په تېرو يولسو مياشتو کې په چين کې استعمال شوې بهرنۍ پانګې اساساً ثابتې وې چې د ۷۹۳ مليارډو او ۲۷۰ مليونو يوانو په ارزښت بهرنۍ پانګې په حقيقي ډول استعمال شوې او د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱.۳ فيصده کمې شوې دي، چې د لوړ تخنيک په وسيله توليدي صنايعو کې په رښتينې توګه استعمال شوې پانګې د تېر کال د همدې مودې په پرتله له ديرشو فصدو څخه زياتې شوې دي، ۵۴ زره او ۷۰۳ نوې تصدۍ جوړې شوي دي چې بهرنۍ پانګې پکې کارول شوي او شمير يې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۷۷.۵ فيصده زياته وه.د سږکال په تېرو يولسو مياشتو کې د لوړ تخنيک توليدي چارو ګړندي پرمختګ په چين کې د بهرنيو پانګو د راجلبولو يوه ځانګړتيا ده . ليدل کېږي چې په همدې موده کې د چين په مرکزي او لويديځو سيمو او د ازادې سوداګرۍ په ازمويښتي ناحيو کې د راجلب شويو بهرنيو پانګو جګوالی د هيواد د نورو منطقو په نسبت زيات و.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای