CRI Online

د چين استازي: د ايران اټومي تړون بايد په بشپړ او موثر ډول پلی شي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-14 11:07:01

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين دايمي استازي ما جاو شيو د ډسمبر په ۱۲مه نېټه د ايران د اټومي مسئلې په اړه د امنيت شورا د په غونډه کې وويل، د ايران د اټومي مسئلې هراړخيز تړون د څواړخيزتوب مهم برياليتوب دی او يو اغېزمن تړون دی چې بايد په بشپړ او موثر ډول تطبيق شي.

نوموړي وويل، د اټومي انرژۍ نړيوالې ايجنسي په پر له پسې توګه ۱۳ ځله دا تائيد کړې چې ايران د ياد تړون له مخې په اټومي ډګر کې اړونده ژمنه عملي کړې ده. چين د ايران د هڅو ستاينه کوي او هيله لري چې دغه هېواد په دوامدار ډول ياد تړون پلی کړي او بېلابېلې خواوې خپله ژمنه عملي کړي. له ياد هراړخيز تړون څخه د امريکا د وتلو په اړه چين ډېر خواشينی دی او له بېلابېلو خواوو څخه غواړي چې له ايران سره د عادي سوداګريزو او تجارتي همکاريو د ساتنې لپاره هڅه وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای