د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير سيرګی ريابکوف د ډسمبر په ۱۳مه نېټه وويل، روسيه غواړي د ځاني ګټو او د پاملرنې وړ چارو ته په پام سره د منځني او لنډ واټن توغنديو د له منځه وړلو د تړون په اړه له امريکا سره خبرې وکړي.
نوموړي په همدې ورځ په مسکو کې خبريالانو ته وويل، که څه هم د امريکا حکومت له ياد تړون څخه د وتلو پرېکړه کړې ده، خو روسيه لا هم غواړي له امريکا سره واقعي او رغنده خبرې اترې ترسره کړي چې د ياد تړون د ساتلو لارې چارې ولټولی شي.
د روسيې ولسمشر ولادمير پوټين د ډسمبر په ۵مه نېټه ويلي، روسيه د ياد تړون له ويجاړېدو سره مخالفت کوي، خو که امريکا له دې تړون څخه ووځي، روسيه به ځوابي تدبيرونه ونيسي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |