CRI Online

د افغان پخواني ولسمشر هيله وښودله چې افغانستان د چين له لازياتو تجربو څخه ګټې واخلي او له چين سره همکارۍ پياوړې کړي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-14 15:16:28

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ډسمبر په دوولسمه نېټه په بېجينګ کې د چين د مرکزي راډيو او تلويزيون د عمومي سټېشن له خبريالې سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې هيله وښودله چې افغانستان د چين له تجربو څخه ګټه واخلي او په ډېرو برخو کې له چين سره همکارۍ پياوړې کړي تر څو په افغانستان کې سوله او پرمختګ تحقق ومومي.هغه وويل بېجينګ، شانګهای،تيان جين، شي ان، ګوي لين، چينګ داو، جيو ځای ګوو او دو جيانګ يان ته مې سفرونه کړي ،پرون مې په ګوانګ جو ښار کې وم.دغه ځايونه ډېر ښکلي دي.

حامد کرزي چې څو ځله يې چين ته سفرونه کړي، د چين له عنعنوي کلتور سره ډېره مينه لري او د چين د لرغوني متفکرې کفوسيوس د افکارو په هکله خپل ځانګړی نظرونه لري.حامد کرزي په همدې ورځ په ياده مرکه کې د همغږي نړيوال نظام د ابادۍ لپاره د دې افکارو مهم اهميت بيا ياد کړ. هغه وويل د چين د لوی فيلسوف کنفوسيوس هغه نظريه چې د تدبير او د پوهې او ښو اخلاقو او ښه کردار او روېش او د ښو اړيکو په اجمتاع کې د افرادو ترمنځ او په پراخه سطحه د نړۍ په سطحه يادونه او توصيه کوي ډېر ارزښت لري، خصوصا د نن په نړۍ کې ، په دغه حوزه کې چې موږ يوو، چې متاسفانه وينو چې ځينې هېوادونه دا کوښښ کوي چې چين او نور هېوادونه ترقي ونه کړي او اقتصادي پراختيا ترلاسه نه کړي او کوښښ ددې دی چې ځينې کمزوري او غريب پاټې شي او ځينې نور لا پيسه داره شي او لا ترقي وکړي، موږ په دې هکله خصوصا د کنوسيوس نظريات او دده د تدبير غوښتنې ستاينه کوو او هیله مو داده، هغه هېوادونه چې غواړي تل ارام و اوسېږي، بسيا او صاحب د هر شي و اوسېږي، هغوی ته مو دا توصيه ده چې دوی بايد نوی حالت ددنيا ومني او دنيا د تغيير په حالت کې نه ده، بلکې په دنيا کې تغيير راغلی دی، په دنيا کې تغيير يو حقيقت دی او چين اوس يو ستر هېواد دی، يو ابرقدرت دی، يو سوپر پاور دی د انګريزې په اصطلاح، نو موږ غواړو چې په دې کې دوی د تفاهم او همکارۍ لاره ونيسي، نه د تقابل، نه د دې کوښښ چې تخريب يې وشي او يا يې.

حامد کرزي په دې مرکه کې د چين نړيوال وارداتي نندارتون هم ياد کړی چې تېره مياشت په شانګهای کې تر سره شو،او د دې ترڅنګ د يو کمربند او يوې لارې په چوکاټ کې د چين او افغانستان ترمنځ پر نژدې شوې اقتصادي همکارۍ خوښ دی.هغه وويل د چين او افغانستان اقتصادي او تجارتي رابطه چې هر څومره پياوړې شي، هر څومره چې ډېره شي هغومره د افغانستان په ګټه ده ، هغومره د چين په ګټه ده، هغومره د سيمې په ګټه ده، موږ د چين اقتصادي پراختيا نه يوازې د چين لپاره بلکې د افغانستان،سيمې او نړۍ لپاره په ګټه بولو او ښه يې بولو او غواړو چې دا لا پراخه شي، په همدې وجه، په همدې دليل مو د چين د ون بېلټ ون روډ پروژه، داستر اقتصادي پروژه د پيوستون او د هېوادونو او لارو سره پيوندولو پروژه، ددې هرکلی کوو او له دې سره په ډېرې اميداورۍ سره ملګري يوو او ملاتړ يې کوو.

حامد کرزي په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې افغانان غواړي دولتي پرمختګ ومومي، خو بايد يوه مساعده لار پيدا کړی او افغانستان بايد په دې برخه کې د چين له خوا تر لاسه شوې بريالۍ تجربې زده کړي. هغه وويل ډېر، موږ ډېرې تجربې پيدا کړې، په تېرو اتلسو کالو کې مو د ډيموکراسۍ په نامه تجربې وليدې، په تېرو اتلسو کالو کې مو د ازاد بازار په نامه تجربې وليدلې، په تېرو اتلسو کالو کې مو له امريکا له د روابطو نتيجه وليدله او پر افغانستان مو د تروريزم پرخلاف ددوی د مبارزې د شعار اثرات وليدل، موږ يو ډېر دردېدلی هېواد لرو او هره ورځ مو ځوانان تر خاورو لاندې کېږي، زموږ لپاره دا ضرور ده چې په افغانستان کې هغه تګلاره انتخاب کړو چې د افغانستان لپاره مناسبه ده او د افغانستان د خلکو په تدبير جوړه شوې ده.

حامد کرزي د چين ، افغانستان او پاکستان ترمنځ د درې اړخيزو خبرو اترو د ميکانيزم مثبته ارزونه وکړه او په دې اند دی چې درې اړخيزو خبرو اترو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ښه والي ،په افغانستان کې د ترينګلتيا د کمښت او د سيمه ييزې سولې د پرمخبيولو لپاره ډېر مهم رول لوبولی دی. هغه وويل،دا د درېيو هېوادونو مکانيزم، د مذاکراتو او خبرو او په سيمه کې د سولې د کوښښ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو روابطو د کوښښ، د ښو اړيکو د کوښښ موږ ډېر هرکلی کوو او قدرداني يې کوو او خصوصا په دې لړ کې د چين د حکومت او د خلکو زيار او کوښښ او هڅه ډېره ستايوو او ډېر يې قدر کوو، هيله مو داده چې چين دې کوښښونو ته ادامه ورکړي او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روابطو په ښه کېدو کې، د اړيکو په بهتريت کې او په همدې شان او په ډېره مهمه توګه د تروريزم او افراطيت سره د مبارزې په ميدان کې کاميابه شوو او عادي، سوله ييز او دوستانه ژوند سره وکړو .


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای