CRI Online

د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون له ۴۰ کلونو راهيسې په کليو کې څه باندې ۷۰۰مليونه تنه له بې وزلۍ څخه وتلي دي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-14 15:58:22

سږکال د چين د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له ۴۰مې کليزې سره برابر دی. په تېرو ۴۰ کلونو کې د چين هېواد په کليو کې څه باندې ۷۰۰مليونه تنه له بې وزلۍ څخه وتلي دي. د ډسمبر په ۱۳مه نېټه د چين د دولتي شورا د بېوزلۍ له منځه وړلو او پرمختګ دفتر مشر ليو يونګ فو وويل، چين د بېوزلۍ له منځه وړلو په برخه کې په نړيواله کچه د پام وړ برياليتوب تر لاسه کړی دی، ځکه چې چين په دې برخه کې يوه سمه او ځانګړې لار پيدا کړې ده.

له ۲۰۱۳ کال راهيسې هر کال په چين کې تقريباً ۱۰ مليونه کسان له بېوزلۍ څخه ووتل. اوس په چين کې لا هم ۳۰ مليونه بېوزله کسان شته. ليو يونګ فو وويل، چين به تل پرانستې رويه وساتي، چين به له نړۍ څخه د بېوزلۍ له منځه وړلو تجربه زده کړي او په فعال ډول به په نړيواله کچه د بېوزلۍ د له منځه وړلو چارو لپاره خدمت تر سره کړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای