CRI Online

د اروپا په سل ميليارډ يورو پلان کې به د چين د ګډون هرکلی وشی

cri     (GMT+08:00) 2018-12-14 16:34:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اروپايي ټولنې کميټې د علمي څېړنې او نوښت عمومي مشر په بېجينګ کې وويل، اروپايي ټولنه به د اروپا افق په نوم په يو پلان کې ۱۰۰ مليارډ يورو واچوي. دغه پلان د نړۍ په ځانګړي ډول د چين پرمخ پرانيستی دی او د چين او اروپا ترمنځ د علمي نوښت او همکارۍ نوې پاڼه به پرانيستلی شي.

نوموړي په چين کې د اروپايي علمي پوهانو د انټرنېټي علم په فعاليت کې د ګډون پر مهال د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، د اروپا افق په نامه پلان به له ۲۰۲۱ کال څخه تر ۲۰۲۷ کال پورې تر سره شي، او د چين د راتلونکي پنځه کلن پلان له وخت سره به برابر وي، دا به د چين او اروپا د دوامدار پرمختګ او د کاري فرصتونو لپاره ډېر ښه فرصت برابر کړي.

نوموړي وويل، هرکلی کوم چې نور زيات چيني علمي پوهان د تبادلې لپاره اروپا ته لاړ شي او اروپايي پوهان هم غواړي چې چين ته راشي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای