CRI Online

د ۲۰۱۹ کال لپاره د چين د اقتصادي ودې درې اصول

cri     (GMT+08:00) 2018-12-14 20:34:44

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو د ډسمبر په ۱۳ مه نېټه يوه غونډه ترسره کړه او پکې يې د ۲۰۱۹ کال لپاره د هېواد اقتصادي چارې وڅېړلې. د دغې غونډې د محتوياتو له مخې د ۲۰۱۹ کال لپاره د چين د اقتصادي ودې درې اصول د پام وړ دي.

لومړی: چين به د اقتصادي ثبات د تامينولو سره هممهاله پرمختګ ومومي.

د چين د کمونېست ګوند په نولسم ملي کانګرس کې دا غوښتنه وشوه، چې چين بايد د اقتصادي ثبات د تامينولو سره هممهاله پرمختګ هم ومومي. په روان کال کې د چين حکومت له يادې غوښتنې سره سم په ښه توګه د بهرنيو اوضاعو د ننګونو پر وړاندې مقابله کړې، د لويو ننګونو، بېوزلۍ او د چاپيريال ککړتيا پر وړاندې مبارزو کې يې برياليتوبونه ترلاسه کړي، په اقتصادي جوړښت کې يې ژور او مثبت بدلونونه رامنځته کړي او خلکو ته يې ډېرې ګټې رسولي دي. ۲۰۱۹ کال به د نوي چين د جوړېدو له ۷۰ مې کاليزې سره برابر وي او د چين د کمونېست ګوند د هغې موخې د پوره کولو لپاره به هم ډېر مهم وي چې له مخې يې بايد په همدې کال کې په چين کې نسبتاً شتمنه ټولنه په بشپړه توګه جوړه شي، نو پر يادې غوښتنې ټينګارکول ډېر ارزښت لري. په نړۍ کې د سوداګريز اصطکاک د زياتېدو او د ناثابت نړيوال اقتصادي پرمختګ پر وړاندې ثبات د چين لپاره ډېر مهم دی. دغه راز د چين ثابت پرمختګ به هرومرو نړيوالې اقتصادي ودې ته خوځنده ځواک ورکړي.

دوهم: چين به د لوړ کيفيت لرونکي پرمختګ لپاره هڅه وکړي.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د تېر نومبر په لومړنيو ورځو کې د چين لومړي وارداتي نندارتون ته په وينا کې وويل، چې واقعاً اوسمهال د چين اقتصادي وده له ځينو سختو ستونزو سره مخامخ ده، خو په په ټوله کې دغه شان ستونزې خامخا د پرمختګ په بهير کې رامنځته کيږي، د دغو ستونزو د هوارولو لپاره مو تدبيرونه غوره کړي او لاسته راوړنې مو هم ليدل شوې دي. په هغو تدبيرونو کې چې شي جين پينګ په خپلو خبرو کې ياد کړل، تر ټولو مهم ټکی د لوړ کيفيت لرونکي پرمختګ رامنځته کول دي.

درېيم: چين به په ټينګه او ښه توګه خپلې چارې ترسره کړي.

سږکال په چين کې د اصلاحاتو او ورخلاصون تګلارې د پلي کېدو له ۴۰ مې کاليزې سره برابر دی. چين له روان کال راهيسې د ورخلاصون د پياوړتيا په موخه يو لړ تدبيرونه غوره کړي دي، مثلاً د ورځني ژوند د اړتيا وړ ۱۴۴۹ ډولو توکو او ۱۵۸۵ ډولو صنعتي توکو ګمرکي ماليات يې په زياته اندازه ټيټ کړي او داسې نور. اصلاحات او ورخلاصون د چين دوهم انقلاب دی او نه يوازې په چين کې يې ډېر بدلونونه رامنځته کړي، بلکې پر نړۍ يې هم ډېرې ژورې اغېزې کړې دي. چين به د خپلو اصلاحاتو او ورخلاصون د ۴۰ مې کاليزې په وياړ درنه مراسم او ډول ډول فعاليتونه ترسره کړي، په ۲۰۱۹ کال کې به د يو کمربند او يوې لارې په اړه د نړيوالې همکارۍ دوهم فورم او د چين دوهم نړيوال وارداتي نندارتون جوړ کړي. دغه راز د پرمختګ په برخه کې به له خپل ملي وضعيت او ټاکلو پلانونو سره سم خپلې چارې ترسره کړي، هرڅنګه چې بهرنی وضعيت بدليږي، د چين اصول به بدل نه شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای