CRI Online

يانګ جې چه د امريکا د بهرنۍ پاليسۍ شورا له هيئت سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-12-15 17:03:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي، د مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو کاري کميټې د دفتر مشر يانګ جې چه د ډسمبر په ۱۴مه نېټه په بېجينګ کې د امريکا د بهرنۍ پاليسۍ شورا له هيئت سره، چې د امريکايي پوځونو د ارام سمندر عمومي ادارې د پخواني قوماندان تيموسي جې کيتينګ په مشرۍ چين ته راغلی، وکتل.

يانګ جې چه وويل، مخکې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د امريکا له ولسمشر ډونالډ ترمپ سره بريالۍ ليدنه کړې وه. دواړه خواوې پردې موافقې ته رسېدلي چې د همغږۍ، همکارۍ، ثبات پر بنسټ د چين او امريکا ترمنځ اړيکو ته وده ورکړي. دواړه خواوې بايد د يادو دوو مشرانو د ليدنې برياليتوب پلی کړي، هيله ده چې ياده شورا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو په پرمختګ کې نور لوی رول ولوبوي.

کيتينګ وويل، امريکا او چين مهم همکاريز ملګري دي چې بايدخپلمنځي تبادله او اعتماد ټينګ کړي څو ګډې ګټې تر لاسه شي. دغه شورا غواړي چې د چين او امريکا د متقابلې پېژندنې او درک لپاره هڅه وکړي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای