CRI Online

د رسيې د ولسمشر مطبوعاتي منشي وويل د روسيې او امريکا د ولسمشرانو ترمنځ ليدنه لازمه ده

cri     (GMT+08:00) 2018-12-15 17:08:23

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ولسمشر مطبوعاتي منشي دميتري پيسکوف د ډسمبر په ۱۴مه نېټه وويل، دا ضروري ده چې د روسيې او امريکا ولسمشران ليدنه وکړي. روسيه غواړي د دواړو هېوادونو د مشرانو د ليدنې لپاره هڅه وکړي.

د روسيې د ازويستې په نوم ورځپاڼې د نوموړي د خبرو په حواله وويل، د روسيې په اند، د روسيې او امريکا لپاره دا ضروري ده چې د دواړو هېوادونو ولسمشران بايد ليدنه وکړي. روسيه غواړي د دوه اړخيز عالي رتبه ډيالوګ لپاره هڅه وکړي او هم د نورو کچو د ډيالوګونو له لارې د دواړو خواوو په اړه بيړنۍ مسئلې او د نړيوال ستراتيژيک امنيت مسئلې حل کړي.

مخکې د يادو دوو هېوادونو مشرانو پرېکړه کړې وه چې په ارجنټاين کې د شلو هېوادونو ګروپ د سرمشريزې غونډې په ترڅ کې ليدنه وکړي، خو د نومبر په پای کې روسيې د کرېچ تنګي پېښې له امله د اوکراين بيړۍ او ماڼوګان توقيف کړل، له دې امله ډونالډ ترمپ له والاديمير پوتين سره ټاکلې ليدنه لغوه کړه.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای