د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين مرستيال دايمي استازي وو های تاو د ډسمبر په ۱۳مه نېټه وويل، چې نړيواله ټولنه بايد له خطرونو سره د مرکزي افريقايي سيمې د هېوادونو په ملاتړ کې د افريقا د لارښوونکي حق د درناوي په مخکښ شرط، د امنيت او ثبات د رامنځته کولو پر بنسټ او د ځايي اقتصادي پرمختګ له لارې دايمي امنيت ومومي.
نوموړي په همدې ورځ د مرکزي افريقا د حالاتو په اړه د م م په يوه غونډه کې په خپله وينا کې وويل، چې نړيواله ټولنه بايد د مرکزي افريقا د مسئلو په اړه د همغږۍ په چارو کې بايد په پوره توګه د اړيکو لرونکو هېوادونو نظريې واوري او د دغو نظريو درناوی دې وکړي، د افريقايي ليګ له سيمه ييزو سازمانونو سره دې نژدې تماس وساتي او د توان د ابادۍ په برخه کې دې ورسره مرستې وکړي، څو د مسئلو د حل په برخه کې د دوی توان لوړ شي.
وو های تاو وويل، چې چين هيله لري چې د مرکزي افريقا له هېوادونو سره همکارۍ پياوړې کړي، د م م د اړوندو څانګو له کارونو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او د دې سيمې د امنيت ساتنې، د اقتصادي ستونزو د مخنيوي او د بشر دوستۍ حالاتو د ښه والي په مرستندويه چارو کې مثبت رول ولوبوي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |