CRI Online

د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د دوهم ځل دری اړخيزې خبرې اترې وشوې

cri     (GMT+08:00) 2018-12-15 21:06:45

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د ډسمبر په ۱۵مه نېټه د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو زيرانو ترمنځ د دوهم ځل دری اړخيزې خبرې اترې د افغانستان په پلازمينه کابل کې تر سره شوې. د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي، د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني او پاکستان د بهرنيو چارو وزير شا محمود قريشي په خبرو اترو کې ګډون کړی و.

وانګ يي وويل، چې چين، افغانستان او پاکستان يو د بل ښه ګاونډي هېوادونه دي. د تېر کال په ډسمبر کې د دريو خواوو د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د لومړي ځل دری اړخيزې خبرې اترې په بېجينګ کې په بريالۍ توګه تر سره شوې او د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د خبرو اترو تر لارښوونې لاندې د ستراتيژيک ډيالوګ، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د امنيت په اړه د سلامشورې او د رښتينې همکارۍ په شمول همکاريز ماډل جوړ شوی، او د بېلا بېلو برخو د همکارۍ د پياوړتيا په اړه يې مهمې ګډې نظريې تر لاسه کړې. له يو کال راهيسې درېواړو خواوو په فعاله توګه اړوندې ګډې نظريې عملي کړې، د افغانستان د ملي روغې جوړې بهير پرمختګ کړی، د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکو ښه والی موندلی، د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز ابادۍ او سيمه ييز ترانسپورټي پيوستون پياوړی کړی، له دې څخه ښکاري چې د دريو خواوو ترمنځ همکارۍ ښه راتلونکې لري.

وانګ يي هيله لري چې دريواړه خواوې خبرې اترې او متقابل اعتماد پياوړی کړي، د دغه خبرو اترو له لارې په افغانستان کې د پراختيا او ټول شموليت په بڼه د سياسي روغې جوړې د رامنځته کولو، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ښه والي، د رښتينو همکاريو او راکړې ورکړې د پياوړتيا او له ترهګرۍ سره د مبارزې د همکارۍ په برخو کې نوې ګډې نظريې راغونډې کړي او د سيمه ييز امنيت، ثبات او پرمختګ لپاره ګډې هڅې وکړي.

رباني او قريشي د وانګ يي له خبرو سره موافقه وکړه او له دې امله يې د چين ستاينه وکړه چې چين له اوږدې مودې راهيسې د افغانستان د ملي روغې جوړې او پرمختګ، او د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ښه والي او د متقابل اعتماد د پياوړتيا لپاره زياتې هلې ځلې کړې دي. دواړه خواوې هيله لري چې د خپلمنځي اړيکو د ښه والي تمايل وساتي او په ښه توګه د سولې او يووالي عملي پلان پلی کړي. دواړه خواوې غواړي چې له چين سره د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ تر چوکاټ لاندې درې اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي، له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې همکارۍ ژورې کړي او په ګډه د دريو خواوو او د دې سيمې سوله،ثبات او سمسورتيا وساتي.

د خبرو اترو پر مهال دريو خواوو له ترهګرۍ سره د مبارزې د همکارۍ په اړه تفاهم ليک لاسليک کړ او درې اړخيزه ګډه اعلاميه يې خپره کړه.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای