CRI Online

وانګ يي: د افغانستان د ملي روغې جوړې بهير د پرمختګ لپاره هڅې روانې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-15 21:33:21

د چين نړيوالې راډي د خبر له مخې، پر ځايي وخت د ډسمبر په ۱۵مه نېټه، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د افغانستان په کابل کې د چين، افغانستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو ترمنځ د دوهم ځل په درې اړخيزو خبرو اترو کې له ګډون وروسته په خبري ناسته کې چيني او بهرنيو خبريالانو ته وويل، چې افغانستان له ۴۰ کلنې جګړۍ او ګډوډۍ سره مخامخ دی، افغانان ډېرو سختو ستونزو ځپلي دي، سوله د افغانستان د ټولو خلکو کلکه هيله ده او هم د دې هېواد د بيا رغونې او پرمختګ لپاره مهم او مخکښ شرط دی. تاريخي واقعيتونه دا ښيي چې په زور مسئلې نه شي حل کېدای، پخلاينه او سوله د افغانستان د نوي ژوند او سمسورتيا غوره لاره ده .

وانګ يي دې ته اشاره وکړه چې چين له هغو ټولو کوښښونو څخه ملاتړ کوي چې د جګړې د ژر پای ته رسولو او د سولې د رامنځته کولو لپاره ګټور دي. په عين وخت کې د افغانستان روغه جوړه په بنيادي توګه د افغانانو خپل کار دی، نو د افغانستان د ملي حاکميت، خپلواکۍ او د خلکو د هيلو بايد پوره درناوی وشي. موږ له افغان طالبانو څخه غوښتنه کوو چې د سولې غوښتنې ته مثبت غبرګون وښيي او ژر د سولې په خبرو اترو کې ګډون وکړي.

وانګ يي پر دې ټينګار وکړ چې چين د افغانستان ښه ګاونډی هېواد دی، د سولې، ثبات او اقتصادي پرمختګ په برخه کې له افغانستان سره مرسته کول زموږ له صميميت څخه ډکه هيله ده. موږ هيله لرو چې د افغانستان د بېلا بېلو خواوو د هيلو د درناوي پر بنسټ د دې هېواد د ملي روغې جوړې په بهير کې د ملاتړ کوونکي، منځکړي او ګډون کوونکي رول ولوبوو.

نوموړي وويل، د چين، افغانستان او پاکستان ترمنځ دری اړخيزې همکارۍ د افغانستان د ملي روغې جوړې د هڅولو لپاره ځانګړی او مهم ارزښت لري. چين هيله لري چې له افغانستان، پاکستان او نړيوالې ټولنې سره د افغانستان د روغې جوړې بهير د پرمختګ لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای