CRI Online

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي وويل چې د چين، افغانستان او پاکستان د خارجه وزيرانو ترمنځ په ډيالوګ کې شپږ موافقې شوې دي

cri     (GMT+08:00) 2018-12-15 21:35:42

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په ځايي وخت کې د ډسمبر په ۱۵مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د افغانستان په کابل کې د چين، افغانستان او پاکستان د درېو هېوادونو د خارجه وزيرانو ترمنځ په دوهم درې اړخيز ډيالوګ کې له ګډون وروسته چيني او بهرنيو خبريالانو ته وويل، دغه ډيالوګ ډېر بريالی و، د درې اړخيزو همکاريو په اړه مو نوې موافقې تر لاسه کړې دي.

لومړی، زموږ په اند، د درې اړخيزو همکاريو ټينګښت د درېو هېوادونو د ګډ پرمختګ او امنيت او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتنې لپاره مهم ارزښت لري. دوهم، زموږ په نظر، د افغانستان د روغې جوړې بهير له مهم فرصت سره مخامخ دی، درې واړه خواوې غواړي همغږۍ ټينګې کړي څو طالبان ژر تر ژره په خبرواترو او سياسي اصلي مسير کې ګډون وکړي. درېيم، افغانستان او پاکستان دې موافقې ته رسېدلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې کړي، د د سولې او يووالي عملياتو په نوم پلان په ښه ډول پلی کړي، په سياسي، پوځي، اقتصادي او امنيتي برخو کې ښه تګ راتګ زيات کړي، د دوستانه سلامشورې له لارې توپيرونه حل کړي، هغه توپيرونه چې په دې وخت کې نه شي حل کېدلی بايد تر سم کنټرول لاندې وساتل شي څو چې د دواړو خواوو ترمنځ پر اړيکو بده اغېزه و نه کړي. څلورم، درېو خواوو پر دې موافقه تر لاسه کړې چې درې اړخيزې همکارۍ پياوړې کړي، د استعداد لرونکو کسانو د تګ راتګ او روزنې د پروګرامونو پر بنسټ د خلکو د ژوند او د ترانسپورټ د اساسي تأسيساتو د پروګرامونو په اړه بحث وکړي. شپږم، درې واړه خواوې به په دې ډيالوګ کې لاسليک شوی يادداښت، چې نوم يې دی په ګډه د ترهګرۍ پر ضد مقابله کوي، عملي کړي، د ترهګرۍ پر ضد د پاليسۍ په کچه ډيالوګ ټينګ کړي او همکاريو ته وده ورکړي، په څواړخيز چوکاټ کې د ترهګرۍ پر ضد تبادله زياته کړي او د ختيځ ترکستان ډلې په شمول پر ترهګريزو سازمانونو بريدونه وکړي.

درې واړه خواوې غواړي ګډه اعلاميه خپره کړي چې پکې د ډيالوګ مهمه موافقه څرګنده ده.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای