CRI Online

د چين خارجه وزير وانګ يي د افغانستان له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2018-12-16 16:57:25

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په ځايي وخت کې د ډسمبر په ۱۵مه نېټه د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په کابل کې د چين د دولتي شورا له غړي او خارجه وزير وانګ يي سره وکتل.

وانګ يي عبدالله ته د چين د صدراعظم لي که چيانګ سلامونه وويل. وانګ يي وويل، د چين او افغانستان ترمنځ اړيکې دوستانه دي، دا د دواړو هېوادونو د مشرانو د علاقې او د خلکو د ملاتړ له امله دي. موږ غواړو چې له افغانستان سره د استعداد لرونکو کسانو د روزنې، ځايي همکاريو او د خلکو د ژوند د ښه کولو په برخو کې په ګډ هڅې وکړو او له دغه هېواد سره د مرستې پروګرامونو ته وده ورکړو او په بېلابېلو ډګرونو کې همکارۍ پياوړې کړو.

وانګ يي وويل، د چين، افغانستان او پاکستان د خارجه وزيرانو ترمنځ د دوهم ځل په درې اړخيز ډيالوګ کې ښه برياليتوب تر لاسه شوی دی او يو لړ موافقې شوې دي. چين غواړي د افغانستان د نيت د احترام پر بنسټ رغنده رول ولوبوي، د افغانانو تر واک او مالکيت لاندې د روغې جوړې له بهير څخه ملاتړ وکړي، ژر تر ژره سياسي روغې جوړې ته ورسېږي. چين غواړي له افغانستان او پاکستان سره د ترهګرۍ پر ضد د ياددښت د لاسليک له لارې د ترهګرۍ ضد همکاري ژوره کړي او هر څه ژر ترهګرۍ ځالې له منځه يوسي.

عبدالله وويل، له چين څخه مننه کوم چې د افغانستان د اقتصاد او ټولنې څخه ملاتړ او ورسره مرسته کړې ده. د افغانستان او چين خپلمنځي اړيکو ښه پرمختګ موندلی دی او په بېلابېلو برخو کې ډېر برياليتوبونه يې تر لاسه کړي دي. افغانستان به د چين د مرکزي ګټو په اړه پر مسئلو باندې له چين سره يووالی لري. افغانستان د سولې او روغې جوړې بهير د پرمخ بيولو او هڅولو کې په اغېزمنه همکارۍ بوخت دی، هيله لري چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړيکو د ښه والي لپاره کوښښونو ته دوام ورکړي او په دې اړه د چين له رغنده رول څخه مننه کوي.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای