CRI Online

يانګ جه چه د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ سرمشريز فورم د مصلحتي کميټې د لومړۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2018-12-16 17:07:22

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي او د مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو کميټې د دفتر مشر يانګ جه چه د ډسمبر په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ سرمشريز فورم د مصلحتي کميټې د لومړۍ غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او يوه وينا وکړه.

نوموړي وويل، چې د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد د وړاندې کېدو له ۵ کلونو راهيسې د نړيوالې ټولنې فعال ملاتړ تر لاسه کړی. د يو کمربند او يوې لارې ګډ ابادول د نړيوالې ټولنې پراخه ګډه نظريه او د نړيوال اقتصاد د پرمختګ، د سوداګرۍ او پانګونې د ازادېدو او اسانه کېدو، له ګډو ننګونو سره د مبارزې د همکارۍ او د اقتصاد د نړيوال کېدو د پرمختګ ډګر ګرځېدلی دی. چين هيله لري چې له بېلا بېلو خواوو سره د ورخلاصون، پيوستون، همکارۍ او چاپيريال ساتنې په بڼه پرمختګ ومومي، له څواړخيزم څخه د ټينګ ملاتړ مثبت پېغام وليږي او د پرانيستي نړيوال اقتصاد د ابادولو، د پيوستون پر بنسټ د نړيوالو همکاريزو اړيکو د ټينګولو او د نړيوالو پرمختيايي چارو د پرمخ بيولو لپاره لاس يو کړي.

ياده مصلحتي کميټه بې ګټي او د پاليسۍ نړيوال معلوماتي سازمان دی چې موخه يې د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ د سرمشريز فورم د پرمختګ لپاره د پوهنو برابرول دي .

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای