CRI Online

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د چين پېژندنې د درېيمې دورې نړيوالې غونډې ته د مبارکۍ پيغام ولېږه

cri     (GMT+08:00) 2018-12-16 19:54:12

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين پېژندنې د درېيمې دورې نړيواله غونډه د ډسمبر په ۱۶مه نېټه په بېجينګ کې پرانيستل شوه. د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ورته د مبارکۍ پيغام ولېږه چې په دې غونډه کې د بېلابېلو هېوادونو په سياسي، ستراتيژيکو، سوداګريزو او علمي برخو کې د پوهانو هرکلی وکړ.

شي جين پينګ وويل، اوسنۍ نړۍ له لوی بدلون سره مخامخ ده، سوله او پرمختګ د دې عصر عمومي مضمون دی او انسانان له ډېرو ګډو ستونزو سره مخامخ دي. چين غواړي له بېلابېلو هېوادونو سره د متقابل احترام، عادلانه او ګډې ګټې پر بنسټ نوې نړيوالې اړيکې جوړې کړي، د بشري ګډ برخليک ټولنې جوړولو ته دوام ورکړي او د نړيوالې سولې او پرمختګ لپاره نوي خدمتونه برابر کړي.

شي جين پينګ په ياد پيغام کې هيله ښودلې چې په دې غونډه کې ګډونوال ژوره څېړنه وکړي، موافقه جوړه کړي، د چين په اړه پېژندنه ژوره کړي، نړۍ ته د چين په باب نور زيات معلومات ورکړي، د چين او نړۍ ترمنځ تبادله او همکارۍ زياتې کړي څو چې ګډ پرمختګ او سمسورتيا تر لاسه کړي.

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېسيون د سياسي بيورو غړي، د مرکزي کمېسيون د بهرنيو چارو کميټې د دفتر مشر يانګ جې چه د يادې غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ او د رئيس شي جين پينګ د مبارکۍ پيغام يې ولوست.

(فرشته)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای